د ځوانانو چارو معینیت له لوري کندهار کې لويه غونډه ترسره شوه
غونډه کې د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر الحاج ملاخیرالله خیرخواه، د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک، د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد، د جامعه هاشمیة شېخ الحدیث مفتي نجيب الله منيب، د جهادي مدرسې شېخ الحدیث خلیفه مولوي محمد عمر جان اخندزاده، د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرم شاه عاصم، د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي انعامالله سمنګاني، د کندهار د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي، نورو مسئولینو او ګڼ شمېر ځوانانو برخه اخېستې وه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين ښاغلي راشد وویل: دښمن په فزیکي جګړه کې ماتې وخوړه، اوس یې تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې او په وروستیو دوو کلونو کې یې تر ټولو ډېره تکیه پر دې وه، چې څنګه مسلکي ځوانان چې دا هېواد، نظام او خلګ ورته اړتیا لري، له هېواده وباسي، ځکه ځوانان زموږ د هېواد، نظام او خلکو اصلي سرمایه ده.
د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست وزير الحاج ملا خير الله خیرخواه هم په خپله وینا کې ټينګار وکړ؛ چې ځوانان دې په دیني او عصري تعلیم باندې ځانونه سمبال کړي، تر څو هر يو په خپله برخه کې په ښه ډول کار وکړي، د نظام، خلکو او خپلې خاورې د خدمت کولو ستر مسئوليت ادا کړي، ځوانان اړ دي، چې د پرديو د فکري جګړې او ذهنیت خرابولو په وړاندې هوښيار او بيداره اوسي.
په وروستيو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني د راغلیو مسئولینو، ځوانانو او مېلمنو د راتګ څخه مننه وکړه، دا ډول ناستې او غونډې يې ډېرې مهمې او ګټورې وبللې.
غونډه د کندهار پوهنتون د رئیس مولوي اکرم شاه عاصم په دعا ويلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۴۵/۷/۹ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۳۰ هـ ل
