د ځوانانو چارو معینیت سرپرست د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست، عامه کتابتون او د ځوانانو د استعدادونو او سوداګریزو مهارتونو د ودې له مرکز څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۲:۴۵
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معینیت سرپرست مولوي سید محمد سعید د یوه پلاوي په ملتیا د سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاست، عامه کتابتون او د ځوانانو د استعدادونو او سوداګریزو مهارتونو د ودې له مرکز څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس د ځوانانو چارو د معینیت سرپرست او ورسره مل پلاوي د ورتګ څخه د مننې کولو ترڅنګ د دې ریاست د ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل، د فرهنګي او ځوانانو په برخو کې د اړوندو موخو د تحقق لپاره یې پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.
د ځوانانو چارو د معینیت سرپرست مولوي سید محمد سعید د عامه کتابتون د لیدنې پر مهال، دغه فرهنګي بنسټ د ځوانانو د استعدادونو د ودې او فکري روزنې کور وباله او په ټولنه کې د پوهاوي د کچې لوړېدو، علمي ودې او د مطالعې د فرهنګ په پراختیا کې یې د کتابتونونو پر مهم رول ټینګار وکړ. ښاغلي سعید ډاډ څرګند کړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به د عامه کتابتون د وضعیت د ښه والي او لا بډاینې لپاره اړینې همکارۍ ترسره کړي.
ښاغلي سعید د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو د استعدادونو او سوداګریزو مهارتونو د ودې مرکز له درسي ټولګیو څخه هم لیدنه وکړه او د استادانو، مسوولینو او کارکوونکو د ترسره کړیو هڅو د ستاینې تر څنګ یې د ښوونیز کیفیت د لوړولو، د ځوانانو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او د فرهنګ، اطلاعاتو او ځوانانو چارو په برخو کې د اغېزمنو خدمتونو د پراختیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په دې ولایت کې د ځوانانو چارو آمریت د ځوانانو د استعدادونو او سوداګریزو مهارتونو د پراختیا له مرکز څخه د اکتید موسسې په همکارۍ ۹۲ تنه ځوانان د فریلانسینګ (ازاد او انلاین سوداګرۍ)، ګرافیک ډیزاین، انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخو کې له دریو میاشتنیو ښوونیزو ټولګیو څخه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

۱۴۴۷/۸/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS