د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو نړيوالې ورځې په ویاړ غونډه ترسره کړه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۰:۵۴
.....

نن شنبه ( ۲۵/۱/۱۴۴۵ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو نړيوالې ورځې په وياړ غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې سلګونه ځوانانو او د رسنيو استازو ګډون کړی و، غونډه د قرانکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پرانستل شوه.
ورپسې د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد وويل: د شکر ځای دی چې د ځوانانو د چوپړ موقع راکړل شوې ده او د اسلامي حکومت تر چتر لاندې ځوانان د هېواد خدمت ترسره کوي، مونږ د ځوانانو د علمي سطحې لوړولو او کاري فرصتونو برابرولو ته کار کوو، دا غونډه مو د ځوانانو د نړيوالې ورځې لمانځلو تر څنګ د بااحساسه ځوانانو د تقدير لپاره هم رابللې ده.
نوموړي زیاته کړه، ځوانان ټولنې ته د ملا د تير حيثيت لري، مګر هغه ځوانان د ټولنې د ملا تير ګڼل کيږي، چې په تعليم سنبال وي او په يو ځانګړي مسلک کې په ريښتيني ډول د هېواد او خلکو خدمت کوي، هغوی له ځوانانو هيله وکړه چې خپل هېواد او خلکو ته متعهد واوسي او له هېواد سره مينه وکړي.
نوموړي خپلې خبرې په دې شعار سره راټولې کړې چې اسلامي امارت د ځوانانو تعليم، پرمختګ او کار ته ژمن دی.
ورپسې انجينر سيد فرهاد رجاه او حمزه شيرزاد د ځوانانو په استازيتوب خبرې وکړې، دوی وويل: ځوانان د اقتصادي ستونزو نه، بلکې د فکري جګړې ښکار دي، چې مخنيوی يې هم د همدې ځوانانو کار دی، باید مبارزه وکړو تر څو له دې حالته په برياليتوب ځان راوباسو، دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ځانګړي ډول د ځوانانو چارو معينيت څخه مننه وکړه چې د ځوانانو په چارو کې ځانکړې توجه کوي.
د غونډې په جريان کې د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد له لوري د ځينو خصوصي ښوونيزو مراکزو سره د وړیا روزنيزو برنامو او په فيس کې ځوانانو ته د تخفيف ورکولو په اړه قراردادونه امضا شول، چې د يادو قراردادونو له مخې به ۱۳۷۶ تنو ځوانانو ته په مختلفو تعليمي برخو کې په بېلابېلو ښوونيزو مرکزونو کې د وړيا زده کړو کولو زمينه برابره شي.
د غونډې په پای کې لس هغه ښوونيزو مرکزونو ته د ځوانانو چارو معين په لاس تقدير نامې ورکړل شوې، چې ځوانانو ته يې په وړيا ډول د زده کړو کولو فرصتونه برابر کړي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS