د ځوانانو د وړتیا لوړولو لپاره اوونیز کلتوري سمینار جوړ شو

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره اوونیز کلتوري سمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیبالله الهام د کلتوري سمینار د ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ويې ویل: د سمينار له جوړولو مو موخه د ځوانانو علمي او فکري ظرفيت لوړول او وده ورکول دي، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا له شته فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.
همداراز شیخ امدادالله صاحب د نفس د پاکوالي (تزکیه نفس) او د نفس سره د مبارزې د لارو چارو په اړه ارزښتناکه خبرې وکړې او د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند او اخلاق یې د نفس د اصلاح لپاره غوره لاره وګڼله.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمتالله محمدي د رسولالله صلیاللهعلیهوسلم د ژوند په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو یې وغوښتل، چې خپل ژوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت سره برابر کړي.
۱۴۴۶/۸/۲ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۳ ل