(د ځوانانو ترمنځ د اسلامي افکارو وده) سیمینار وړاندې شو
یاد علمي سیمینار د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې لسګونو تنو ځوانانو ته وړاندې شو.
مسوولینو په ټولنه کې د ځوانانو پر اساسي او مهم رول خبرې وکړې او د پیغمبرﷺ له سیرت څخه پر الګو اخیستنې یې ټینګار وکړ، دوی له ځوانانو وغوښتل چې له پیاوړې عقیدې سره د بهرنیو او کورنیو توطئو پر وړاندې ودرېږي او مبارزه وکړي.
د سیمینار وړاندې کوونکو ټینګار وکړ، چې اوسنی عصر د فکري جګړو دی، ځوانان باید له فکري او علمي پلوه په ټولو برخو کې ځانونه چمتو کړي، تر څو د اسلام د دښمنانو له ناوړه موخو څخه خوندي پاتې شي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په بېلابېلو برخو کې ترسره کړې هڅې وستایلې او د ځوانانو لپاره یې د فکري او علمي پروګرامونو د دوام او پراختیا غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۸/۱۲ هـ ق
