د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د غونځي ګل مشاعره ترسره شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۹:۲۲
plkoi

د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمریت لخوا د احمد ابا ولسوالۍ خواجه علي (رح) په تاریخي بڼ کې د ګڼ شمېر شاعرانو، نعت خوانانو او ادیبانو په شتون کې د غونځي ګل مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار د یادې مشاعرې پرمهال وویل: په دې ولایت کې د پخوا په پرتله فرهنګي فعالیتونه ښه شوي، د شعر او ادب ډګر ښه ساتل شوی، د شاعرانو د هڅونې او ملاتړ په موخه به راتلوونکي کې دې ته ورته نورې ادبي ناستې او مشاعرې هم ترسره کېږي.
اسلام یار زیاته کړه؛ د افغانستان په خلکو کې په فطري توګه د شعر او ادب جذبې نغښتې دي، د شعر او ادب پر مټ موږ وکولای شول، چې باطل ځواکونو او یرغلګرو ته ماتې ورکړو.
شاعران او ادیبان وايي: چې دا ډول مشاعرې او ادبي ناستې د ځوانو شاعرانو د تشویق او استعدادونو را برسېره کولو لپاره ګټور فرصتونه په لاس ورکوي، خو غوښتنه کوي، چې ورته مشاعرې دې ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د مشاعرې په جریان کې شاعرانو، نعت خوانانو او د ادب مینوالو په خپل نوبت ګډونوالو ته اشعار واورول، دوی همدا راز د شعر په ژبه خلکو ته د یووالي، اتفاق، ټولنیزو ناخوالو ختمولو او هېواد جوړونې په موخه پیغامونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د مشاعرې په پای کې د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج ټولو شاعرانو څخه مننه وکړه، چې د اسلامي اصولو مطابق یې شعرونه د ادب مینوالو ته واورول، د نوموړي لخوا یاده مشاعره ګټوره او مثبته وارزول شوه.

۱۴۴۶/۴/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۶
Background image

غزني کې د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د دريم سلطان مسعود ماڼۍ ورغول شو

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د غزنويانو د دورې د دريم سلطان مسعود تاريخي ماڼۍ بیارغونه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميد الله نثار چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۱
Background image

سرپل کې له ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له ښوونيز مرکز څخه ۸۰ تنه ځوانان د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو فارغ او سندونه يې ترلاسه کړل.
د يادو ځوانانو د فراغت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل کې له خبريالانو، د رسنيو استازو او ويانديانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

د زابل ولايت د مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس په مشرۍ له خبريالانو، د خصوصي رسنيو له استازو او د امارتي ادارو له ويانديانو سره د همږغۍ ناسته وشوه، چې پر مهال يې د ولايت مقام د. . .

BACK TO NEWS