زابل کې له خبريالانو، د رسنيو استازو او ويانديانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۴۳
..

د زابل ولايت د مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس په مشرۍ له خبريالانو، د خصوصي رسنيو له استازو او د امارتي ادارو له ويانديانو سره د همږغۍ ناسته وشوه، چې پر مهال يې د ولايت مقام د دفتر رئیس، د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د اطلاعاتو آمر، د امارتي ادارو ویاندویانو، خبريالانو او د خصوصي رسنيو استازو شتون درلود.
په غونډه کې د خبريالانو د خونديتوب ولايتي کمېټې مسؤل عصمت الله عمري  وويل: اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هیڅ ستونزه نشته او لا اسانتیاوې برابرې شوې دي، چې له دې امله يې د ولايتي رهبرۍ او اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه.
 نوموړي زیاته کړه؛ څه موده مخکې یې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو لپاره یو سمينار چمتو کړی و او په راتلونکې کې هم ورته پلانونه لري.
 د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد د خبريالانو، وياندويانو او خصوصي رسنيو هلې ځلې وستایلې او له دوی څخه يې مننه وکړه چې د ادارو فعاليتونو ته یې ښه انعکاس ورکړی، نوموړي د خبريالانو او رسنيو له مسٶلينو وغوښتل، چې لا هم په خپله کاري ساحه کې هڅې وکړي او ورسپارل شوى مسٶليت په ښه ډول سر ته ورسوي 
د زابل مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس د  خبريالانو، رسنيو او ویاندویانو له هڅو مننه وکړه چې د اسلامي امارت فعالیتونو ته يې ښه انعکاس ورکړى او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو او اړتیاوو ته به رسيدګي کيږي، ښاغلي حماس زیاته کړه چې د رسنيو فعالیت د ټولنې په خبرتیا او پرمختګ کې مهمه ونډه لري.
ورپسې وياندويانو، خبريالانو او د خصوصي رسنيو استازو خپل نظرونه شريک کړل او د لا همږغۍ او همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.

۱۴۴۶/۴/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۶
Background image

غزني کې د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د دريم سلطان مسعود ماڼۍ ورغول شو

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د غزنويانو د دورې د دريم سلطان مسعود تاريخي ماڼۍ بیارغونه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميد الله نثار چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۱
Background image

سرپل کې له ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له ښوونيز مرکز څخه ۸۰ تنه ځوانان د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو فارغ او سندونه يې ترلاسه کړل.
د يادو ځوانانو د فراغت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل کې له خبريالانو، د رسنيو استازو او ويانديانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

د زابل ولايت د مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس په مشرۍ له خبريالانو، د خصوصي رسنيو له استازو او د امارتي ادارو له ويانديانو سره د همږغۍ ناسته وشوه، چې پر مهال يې د ولايت مقام د. . .

BACK TO NEWS