د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د غونځي ګل مشاعره ترسره شوه

tawana_admin
Wed, Oct 23 2024 9:22 AM
plkoi

د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمریت لخوا د احمد ابا ولسوالۍ خواجه علي (رح) په تاریخي بڼ کې د ګڼ شمېر شاعرانو، نعت خوانانو او ادیبانو په شتون کې د غونځي ګل مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار د یادې مشاعرې پرمهال وویل: په دې ولایت کې د پخوا په پرتله فرهنګي فعالیتونه ښه شوي، د شعر او ادب ډګر ښه ساتل شوی، د شاعرانو د هڅونې او ملاتړ په موخه به راتلوونکي کې دې ته ورته نورې ادبي ناستې او مشاعرې هم ترسره کېږي.
اسلام یار زیاته کړه؛ د افغانستان په خلکو کې په فطري توګه د شعر او ادب جذبې نغښتې دي، د شعر او ادب پر مټ موږ وکولای شول، چې باطل ځواکونو او یرغلګرو ته ماتې ورکړو.
شاعران او ادیبان وايي: چې دا ډول مشاعرې او ادبي ناستې د ځوانو شاعرانو د تشویق او استعدادونو را برسېره کولو لپاره ګټور فرصتونه په لاس ورکوي، خو غوښتنه کوي، چې ورته مشاعرې دې ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د مشاعرې په جریان کې شاعرانو، نعت خوانانو او د ادب مینوالو په خپل نوبت ګډونوالو ته اشعار واورول، دوی همدا راز د شعر په ژبه خلکو ته د یووالي، اتفاق، ټولنیزو ناخوالو ختمولو او هېواد جوړونې په موخه پیغامونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د مشاعرې په پای کې د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج ټولو شاعرانو څخه مننه وکړه، چې د اسلامي اصولو مطابق یې شعرونه د ادب مینوالو ته واورول، د نوموړي لخوا یاده مشاعره ګټوره او مثبته وارزول شوه.

۱۴۴۶/۴/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲ هـ ل