د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له خطاطانو او نقاشانو سره د همغږۍ ناسته وکړه
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له خطاطانو او نقاشانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیضالله جوهري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ټولنې په فکري او فرهنګي وده کې یې د هنر ارزښت مهم وباله.
نوموړي زیاته کړه، چې هنرمندان د ټولنې د فرهنګي ارزښتونو په ساتنه، پالنه او د هنر په وده کې مهم مسؤلیت لري او اړینه ده، چې د خپلو هنري فعالیتونو له لارې د پکتیا فرهنګي او هنري ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.
په غونډه کې نورو مسؤلینو هم د هنر او خطاطۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د هنرمندانو پر لا زیاتې همغږۍ یې ټینګار وکړ.
دغه راز د هنرمندانو په استازیتوب عرفان استاد خبرې وکړې، نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هنرمندانو د فعالیتونو د ملاتړ او همغږۍ هڅې وستایلې او د هنرمندانو شته ستونزې او اړتیاوې یې له مسؤلینو سره شریکې کړې.
همدارنګه نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د هنر، خطاطۍ او نقاشۍ د لا پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د هنرمندانو د وړتیاوو د ودې لپاره د لا زیاتو فرصتونو زمینه برابره کړي.
په پای کې ګډونوالو د هنر او فرهنګ د لا پیاوړتیا د هنرمندانو ترمنځ د همغږۍ او د هنري فعالیتونو د پراختیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
۱۴۴۸/۴/۱۴ هـ ق
