د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس له شاعرانو او لیکوالانو سره وکتل

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۹:۶
....

د پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار په خپل کاري دفتر کې د نښتر او جرګې ادبي بهیر له لیکوالانو او شاعرانو سره وکتل.
د دغې کتنې موخه پکتیا کې د ادبي او کلتوري ډګر پیاوړتیا ترڅنګ د شاعرانو او لیکوالانو د انسجام او یووالي رامنځته کول وو.
په دې اړه ښاغلي اسلام یار وویل: موږ له پخوا په دې هڅه کې یو چې پکتیا کې دغه ډګر لا پیاوړی او غښتلی کړو. موږ په دې اړه د ا.ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې نو اړتیا ده، چې د لیکوالانو او شاعرانو سره په ګډه دغه ډګر لا پیاوړی او غښتلی کړو.
ورپسې د نښتر او جرګې ادبي بهیر مسؤل او د څمکنیو ولسوالۍ ولسوال قاري عزت الله مخلص وویل: د یاد حرکت ایجاد او پیاوړتوب لپاره اړتیا ده، چې له مسؤلینو، استادانو، ولسونو او رسمي ادرسونو سره لیدنې وکړو.
همدارنګه شاعر او لیکوال خوږمن ځاځي په دغه ولایت کې د کلتوري او ادبي ډګر د پیاوړتیا لپاره دغه حرکت ګټور وباله.
هغه وویل: د شاعرانو د انسجام او ادبي فعالیتونو لپاره د دغې هڅې له پیل نه د ادب مینوالو ته ډاډ ورکووم، چې دغه حرکت به د هېواد په کچه فعالیتونه ترسره کوي.

۱۴۴۵/۵/۸ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS