د پکتيکا په دريو ولسواليو کې د امارت پېژندنې سيالۍ پايلې اعلان شوې
د پکتيکا ولايت په نکې، زيړوک او اومنه ولسواليو کې د د امارت پېژندنې سيالۍ پایلې اعلان او غوره ګډونوال په ډاليو ونازول شول.
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر نایاب وویل: د ځوانانو د علمي او فکري لوړتیا لپاره یې دا سیالۍ ترسره کړې وې، نوموړي زیاته کړه: د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود پیاوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبرېدو او پوهېدو پۀ موخه دا ډول سیالۍ ترسره کوي.
د غونډې ګډونوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ځوانانو د علمي او فکـري وړتیا لوړولو په موخه دا ډول پروګرامونه اړین دي او غوښتنه يې وکړه، ترڅو په راتلونکي کې دې ته ورته نور پروګرامونه او سیالۍ هم ترسره شي.
د يادو سياليو په اعلان غونډو کې د سيالۍ لومړيو مقام ګټونکو ته کمپيوټرونه، دوهم، دريم، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته مبايلونه او ترپنځلسم مقام ګټونکو ته کتابونه، نغدې پيسې او نورې ډالۍ وويشل شوې.
۱۴۴۶/۲/۲۲ هـ ق
۱۳۰۴/۶/۵ هـ ل
