د پنجشېر والي د ځوانانو غوښتنې او ستونزې د اطلاعاتو او فرهنگ له وزیر سره شریکې کړې
شنبه ( ۲۳ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د دغه ولایت د ځوانانو او ولسونو غوښتنې او ستونزې د اطلاعاتو او فرهنگ له وزیر سره شریکې کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ملا خیرالله خیرخواه د پنجشېر والي سره په ليدنه کې وويل: په تېر کې پنجشېر ولایت ته په کلتوري چارو او د ځوانانو د ظرفیت لوړونی برخه کی کار نه دی شوی، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلک هوډ لري، چې دغه ولایت ته پدې برخو کې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي ملا خیرالله خیرخواه په لیدنه کې د پنجشېر د ځوانانو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په پنجشېر کې امنیت تامین شوی او یواځې د تېر لوی اختر په شپو او ورځو کې له ۲۰ زرو ډېرو سیلانیانو دغه ولایت ته سفر کړی او له تفریحي او طبیعي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.
۱۴۰۳/۴/۹ هـ ل
۲۰۲۴/۶/۲۹ میلادي
