د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست روان کال له لاسته راوړنو ډک بللی دی

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۲:۳
…

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: روان کال کې دې ادارې ته په مختلفو برخو لکه کلتوري، رسنيزې، د ځوانانو د ودې او د ګرځندوی د ودې برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال و.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نصرالله ملکزاده د ياد رياست د يو کلن ګزارش ورکولو پرمهال وويل: ځوانانو ته د تحصيلي او ښوونيزو پروګرامونو د برابرولو، اطلاع رسونې، خصوصي او امارتي راډيوګانو د فعالولو او له خبريالانو او رسنيو څخه د عام و تام ملاتړ په برخه کې سږکال ډېرې لاسته راوړنې لري، د ځوانانو لپاره په مرکز بازارک او درې ولسوالۍ کې د ژمنيو ښوونيزو کورسونو په جوړولو سره دا مهال ۱۵۰ تنه ځوانان په زده کړو بوخت دي، د ولسواليو په کچه کلتوري پروګرامونه ترسره شوي، په محلي او ملي سطحه د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته انعکاس ورکړل شوی، د توت فسټيوال جوړ شو او د سيرت النبي (ص) سيالي ترسره شوه، د مسؤل نظام او هوسا ملت پروګرام په ترسره کولو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مستقيمه همکاري وکړه، د خبريالانو د خونديتوب کميټه جوړه شوه، د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کميټه جوړه شوه او د ولايت په سطحه يې فعاليت شروع کړ او له تاريخي آبداتو څخه ليدنه او څارنه ترسره شوې ده.

نوموړي زياته کړه؛ د روان کال په ترڅ کې د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په هڅو د (۲۴ د اسد) د امريکايي اشغالګرانو د وتلو ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه، سلګونه سيلانيانو ته پنجشېر کې د سياحت زمينه برابره شوه او هر ډول اړينه مرسته ورسره وشوه، د مثنوي لوستنې مراسم ترسره شول او د کتابونو نندارتونه جوړ کړل شول.

د ښاغلي ملکزاده په وينا؛ دا مهال د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري هڅې روانې دي چې د ازادۍ مطبعې امارتي شرکت په واسطه د پنجشېر ولايت مطبعه بيا ځل فعاله شي.

نوموړي وویل: راراوان کال ته به کلتوري پروګرامونه ډير شي، همداراز يې د ځوانانو لپاره د کمپيوټر زده کړو کورسونو  د پراختيا، د بیهقي کتاب پلورولو د مرکز د جوړونې او پنجشېر ولايت کې په مناسبو ځایونو کې پر ديوالونو د اسلامي او ملي متنونو د ليکلو په اړه خبرتيا ورکړه.

۱۴۴۵/۸/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۱۳ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS