د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ  لومړي دورې څخه لسګونه تنه زده کړیالان فارغ شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۴:۴۷
..

پنجشنبه  (د ۱۴۴۷ رجب ۴) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت د ګرځندوی د څیړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ له لومړۍ دورې څخه ۲۷ تنه زده کړیالان فارغ او د فراغت تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې، چې د فراغت په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني ترڅنګ، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحاديې عمومي رئیس حاجي محمد ګلاب، د کابل ښار د سیاحتي او درماني شرکتونو اتحاديې رئیس احمد سیر رحیمي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو، د فارغ شویو زده کړیالانو والدینو او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ آمر د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد انسټېټیوټ په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ لومړۍ دورې څخه ۲۷ تنه زده کړيالان چې ۱۳ تنه یې د تنظیم او ۱۴تنه د هوټلدارۍ په برخو کې شاوخوا دوو کلونو په لړ کې نظري او عملي زده کړې کړې ترلاسه کړې وې، فارغ شول، د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ آمر په وینا؛ اوس مهال په دغه انسټېټیوټ کې۵۰ تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، د دوی ترڅنګ شاوخوا ۱۶۰ تنه نور ځوانانو ته د انګلیسي او عربي ژبو، کمپیوټر او نورو برخو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی شیخ شیراحمد حقاني وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د دغې فراغت غونډې شاهدان یو، دا فراغت غونډه د هېواد د پرمختګ یوه نښه ده او د دې څرګندونه کوي، چې اسلامي امارت د هېواد د ټولو برخو پرمختګ او آبادۍ ته ژمن دی.
ښاغلي حقاتي صاحب زیاته کړه؛ د ګرځندوی صنعت د هېواد د اقتصادي پرمختګ یوه برخه ده او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغې برخې ودې او پیاوړتیا د خپلو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي.
دغه راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو، مسولین او ولس په ګډه د هېواد پرمختګ ته کار کوي، ښاغلي جمال له فارغو شویو ځوانانو وغوښتل چې کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو ته غوره خدمات وړاندې کړي، ترڅو د ګرځندوی صنعت په ودې سره د هېواد په پرمختک کې یې ونډه اخیستې وي.
د ګرځندوی، مالي او اداري معین زیاته کړه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاحتي او زیارتي شرکتونو سره پوره همکار دی، د یادو شرکتونو ستونزو ته په وخت رسیدنه کوي، د ګرځندوی شرکتونو له مسؤلینو څخه مو هیله ده، چې د تل په څیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکار پاتې شي، په دې برخه کې ټول فعالیتونه قانوني کړي او هر شرکت باید حد اقل یو تن مسلکي غړی په خپل تشکیل کې ولري، ترڅو ګرځندویانو ته د هېواد غوره او مثبت انځور ورکړای شي.
ورته مهال د هېواد د سیاحتي، زیارتي د حج او عمرې شرکتونو ټولنې او د کابل ښار د سیاحتي او درماني شرکتونو مسؤلینو د ټوریزم او هوټلدارۍ په برخه کې د ځوانانو مسلکي روزل وستایل او ویې ویل: د هېواد ښکلاګانو، تاریخي، فرهنګي، تفریحي ځایونو ته د بهرنیو هېوادونو وګړو جذب کول او د هېواد غوره انځور ورته وړاندې کولو په موخه د ګرځندوی په برخه کې د ځوانانو مسلکي روزل خورا اړین دي، د بهرنیو هېوادونو وګړې کولای شي، چې د هېواد له بېلابېلو ځایونو څخه په پوره ډاډ لیدنه وکړي او ټولې اړوندې ادارې له دوی سره پوره همکار دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۸
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي سرپل ته سفر وکړ

د ازبکستان د فرهنګي میراثونو پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د ازبکستان جمهوریت د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارف‌جانوف په مشرۍ یوه پلاوي، چې په مزارشریف کې د ازبکستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۴
Background image

وړیا ښوونیز مرکز کې لسګونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند په وړیا ښوونیز مرکز کې لسګونو بیوزلو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د علم زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۵
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلینو زده کوونکو سره (د ځوانانو مسووليتونو) په نوم ناسته وکړه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ياد رياست اړوند ښوونیز مرکز له ګڼ شمېر زده کوونکو سره (د ځوانانو مسؤلیتونو) په نوم ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو آمر د اصیل افغان. . .

BACK TO NEWS