د وروستیو پیښو په اړه د رسنیو فعالیتونو ستایلو په موخه غونډه ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۵۶
.....

دوشنبه (۱۴۴۷ هـ ق د جمادی‌الاول ۵مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د ورستیو پیښو په اړه د رسنیو فعالیتونو د ستایلو په موخه د بېلابېلو آژانسونو، رسنیزو بنسټونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو له مسؤلینو سره غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر شېخ شیر احمد حقاني صاحب ترڅنګ د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولوي نعیم الحق حقاني، د وزارت نشراتي برخې رئیسانو، د آژانسونو، رسنیزو بنسټونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو استازو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د وروستیو پیښو پرمهال هېواد کې رسنیو د نظام له نورو برخو سره اوږه په اوږه دښمن ته مناسب ځواب ورکړ، هېواد مو تازه له شخړو او ناخوالو څخه خلاص شوی دی، اسلامي امارت هڅې کوي، چې د سرحداتو، اسلامي او ملي ارزښتونو څخه په پوره توګه ساتنه وکړي، ولسونو لپاره بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، نو د ټولو امارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه هیله کیږي، چې د تیر په څیر په راتلونکي کې هم د نظام له نورو برخو سره په پوره یوالي سره کار وکړي، ترڅو هېواد مو په ټولو برخو کې له نورو هېوادونو سره سیال شي.
دغه راز مولوي نعیم الحق حقاني وویل: د خوښی ځای دی، چې حکومت د رسنیو مرکز په تالار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلینو، د بېلابېلو رسنیو استازو او خبریالانو سره په دغه غونډه کې شتون لرم، ښاغلي حقاني د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په استازولۍ د وروستیو پیښو پر مهال د رسنیو له فعالیتونو او کړنو څخه مننه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر شېخ شیر احمد حقاني صاحب په اوسني عصر کې د رسنیو پر مهم رول خبرې وکړې او ویې ویل: هېواد کې پوره امن قایم شوی، د اسلامي امارت د پالیسیو په رڼا کې ټولې رسنۍ د هېواد په ټولو سیمو کې په ډاډه زړه فعالیتونه ترسره کوي.
ښاغلي شیخ حقاني صاحب له خبریالانو څخه وغوښتل، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او پرمختګونه رسنیز کړي، چې د ټولو ګډ مسؤلیت دی، د دغو مسؤلیتونو د غوره ترسره کولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ټولو رسنیو سره پوره همکارۍ او ملاتړ ته چمتو ده، دغه ډول ناستې به په راتلونکي کې هم جوړې شي.
د غونډې په لړ کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په خپلو ویناوو کې افغانستان د ټولو ګډ کور وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې د خپل اسلامي او هیوادنۍ مسؤلیت له مخې د تیر په څیر د اسلامي نظام مسؤلینو سره په هر حال کې اوږه پر اوږه کار کولو ته چمتو دي. 
سربیره پر دې یادو ادرسونو د رسنیو پر وړاندې د ستونزو د حل د غوښتنې ترڅنګ خپل وړاندیزونه هم لرل، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو په موخه پوره  ډاډ ورکړل شو.

۱۴۰۴/۸/۵ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS