د وخت مديريت دوه ورځنی ښوونيز سمينار پيل شو

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳۹
..

چهار شنبه ( ۲۵ د جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت اړوند د کارکوونکو چارو رياست د ادارې د پراختيا او ظرفیت لوړونې آمريت له لوري د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ په همکارۍ د ۶۵ تنو کارکوونکو لپاره د وخت د مديريت دوه ورځنی ښوونیز سمينار د عامه کتابتونونو ریاست په تالار کې  پيل شو.
د یاد ښوونيز سمينار د پرانستې په مراسمو کې د خپرونو چارو معينيت سرپرست مولوي ضياءالحق حقمل، د مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان، د پلان او پاليسۍ رئيس مولوي دوست محمد دوست،مالي او اداري رئيس محمد حنیف سيار، د کارکوونکو چارو رئيس مولوي نقیب الله نعمان، د ملکي خدمتونو انسټېټېوټ رئيس انجينر ویس الدين ويس او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بېلابېلو رياستونو کارکوونکو ګډون کړی وو.
دا ښوونيز سمينار به دوه ورځې دوام وکړي، چې د ملکي خدمتونو انسټېټېوټ استادانو له لوري به په عملي او نظري بڼه د وخت د مديريت په اړه برابر شوي ښوونيز مواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوهم، دريم او څلورم بستونو ۶۵ تنه کارکوونکو ته تدريس شي.
د سمينار د پيل په مراسمو کې د خپرونو چارو معينيت سرپرست ښاغلي حقمل صاحب، د ملکي خدمتونو انسټېټېوټ رئيس انجينر ويس صاحب او د کارکوونکو چارو رياست رئيس مولوي نعمان صاحب د وخت د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له کارکوونکو يې وغوښتل، چې له دې ډول ښوونيزو پروګرامونو څخه د خپلو علمي ظرفيتونو په پراختيا کې ګټه واخلي او دلته له يادو شويو درسونو څخه په خپلو ادارو کې په عملي توګه ګټه واخلي.

۱۴۰۳/۹/۷ هـ ل
۲۰۲۴/۱۱/۲۷ میلادي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اوومې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اوومې ناحیې د چهل ستون سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۷
Background image

هنر

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هنرستان ریاست اړوند د غلام محمد میمنګي د هنري زده کړو له مرکز څخه ۱۵۵ تنه فارغ شوي دي.
دغه راز په کابل ښار کې ۱۱ او بامیانو کې یو د هنري آثرو نندارتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامه کتابتونونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د اقتصادي همکاریو(ECO) سازمان اړوند د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو کې د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست غړیتوب ترلاسه کړ.
د تېر لمریز کال په لړ کې د. . .

BACK TO NEWS