د هېواد مخکښ لیکوال داد محمد ناوک د نوي چاپ شوي ناول (تنور) مخکتنه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۲۰:۵۸
....

سه شنبه (د ۱۴۴۷ربیع الاول دویمه نېټه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري په ټولنه کې د مطالعې د دود پیاوړتیا، د اهل قلم د هڅو ستایلو او د ځوان نسل د فکري روزنې په موخه د هېواد مخکښ لیکوال داد محمد ناوک د نوي چاپ شوي ناول (تنور) مخکتنه وشوه.

په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د عامه کتابتونونو ریاست د دغه علمي غونډې کوربه دی او نن دلته د داد محمد ناوک لیکل شوی ناول (تنور) مخکتنه کېږي.

ښاغلي صمیم لیکوالانو، شاعرانو او ځوانانو ته په خطاب کې وویل: عامه کتابتون د ټولو ګډ کتابتون دی، دلته په راتګ سره د د دغې کتابتون په جوړښت، تقویه او معیاري کولو کې خپله همکارۍ وکړئ او له لیکوالانو څخه یې وغوښتل، چې خپل لیکلي آثار عامه کتابتون ته راوړي ترڅو له دې لارې نور هېوادوال هم ترې استفاده وکړي.

د غونډې په لړ کې وینا کوونکو د داد محمد ناوک ژوند او ترسره کړي خدماتو، همدارنګه د ناول لیکلو او لوستلو پر اهمیت او ګټو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ناولونه په تېر او اوس وخت کې د مثبت بدلون سبب شوي او هغه ځوانان چې مطالعې سره مینه نه لري، د ناول په مطالعه کولو به له مطالعې سره آشنا او روږدۍ کېږي.

وینا کوونکو زیاته کړه د امت او په ځانګړي توګه د اوسنیو اسلافو نوي نسل ته پېژندنه د نننیو لیکوالانو مسؤلیت دی، دوی له لیکوالانو څخه وغوښتل چې د عامه افکارو روښانه کولو په موخه د فکري موضوعات د هنر په ژبه نوي نسل ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې لیکوال داد محمد ناوک د تنور، ناول ترڅنګ تفکر، یو لمر او څلور ستوري، قرآنکریم څنګه ولولو او نور... بېلابېل آثار او یو شمېر ورځ پاڼو او اونیزو ته بېلابېل مقالې هم لیکلي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS