د هېواد تاریخي او کلتوري میراثونو ساتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه ده
یادې څرګندونې نن شنبه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب په خپل کاري دفتر کې د چین هیواد له سفیر "وانګ یو" سره په کتنه کې وکړې.
په پیل کې د چین سفیر وویل، چې موږ د افغانستان استقلال، ارضي تمامیت او ملي ارزښتونو ته درناوی لرو او د افغانستان په سیاسي او اقتصادي پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا خوښ یو.
همدا راز نوموړي د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ته د چین هېواد لخوا د افغانستان په فرهنګي برخه کې د روانو پروژو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې افغانستان د تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او باستاني ساحو له امله د نړۍ یو بډایه هېواد دی، چې چین په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي همدا راز وویل، د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د تاریخي آبداتو او باستاني سیمو په ساتنه او بیارغونه کې د چین هېواد له همکارۍ مننه وکړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د هېواد د تاریخي میراثونو ساتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
ښاغلي خیرخواه همدا راز له هغو هېوادونو او سازمانونو مننه وکړه، چې په دې برخه کې همکاري کوي.
۱۴۴۴/۱۱/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۶ هـ ش
