د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د يونسکو سازمان له رئيسې سره وکتل

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۶:۱۲
...

پنجشبنه ( ۱۴ د رجب المرجب ۱۴۴۵) د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې، افغانستان لپاره د یونسکو سازمان له رئیسې پتریشا مک فلیپس او مل پلاوي سره ناسته وکړه.
 د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد د تاریخي آبدو او کلتوري سیمو وضعیت په اړه معلومات شريک کړل او زیاته یې کړه؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد  زیات شمېر تاریخي ابدو ته رسیدګي شوې، دهغو له حالت او وضعیت پوښتنه شوې او لسګونه داسې ابدې چې له خطر سره مخ وې ترمیم شوي دي، همدا ډول د قاچاق او غصب مخه نيول شوېده. 
ښاغلي عزيزي وويل: اسلامي امارت د هېواد د تاریخي او کلتوري هویت د ساتنې لپاره ژمن دی او له نړیوالو کلتوري ټولنو څخه مو غوښتنه ده چې کلتوري ساحه په سياست پورې ونه تړي او دې برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي.
 د یونسکو سازمان مشرې پتریشا مک فلیپس وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري میراثونو د ساتنې برخه کې هڅاند دی اوغواړو په ګډه دغو هڅو ته پراختیا ورکړو، یونسکو په روان ميلادي کال کې د افغانسان د کلتوري او تاریخي هویت د ساتنې لپاره خپل فعالیتونو ته انکشاف ورکوي.
 آغلې فليپس زياته کړه؛ یونسکو د غور ولایت منار جام د استحکام لپاره، د بامیانو او نورو سيمو د ساتنې او مرستو لپاره د یو نوي پلان له مخې کار پیل کوي او همدارنګه په افغانستان کې به د هنرمندانو (خطاطانو، ميناتورانو، نقاشانو..) د ظرفیت لوړونې لپاره هم له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره منسجمې برنامې پلي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS