د هنر او کلتور معین ته په مس عینک کې د ترسره شويو کارونو پرېزنټېشن وړاندې شو
د آغا خان کلتوري موسسې د لرغون پوهنې په برخه کې پروفیسور ایرون امرلینګ په مس عینک کې د تاریخي آثارو د تحکیم، ساتنې او انتقال په اړه د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي ته د خپلو ترسره کړو کارونو پرېزنټېشن وړاندې کړ.
په دې اړه ښاغلي مرلین وویل: هغه آثار چې د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ وو، د خوندیتوپ لپاره یې په خپل ټول توان هڅه کړې ترڅو ډېر شمېر آثار ملي موزیم ته د لېږد لپاره چمتو کړي.
همدارنګه ایرون امرلینګ د غونډې ګډونوالو ته هغه تخنیکي عملیې له نژدې وښودې چې د مس عینک د تاریخي آثارو د تحکیم لپاره یې ترسره کړې وې.
په یاده غونډه کې د ملي موزیم، لرغونپوهنې او د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست مسؤلینو هم کډون درلود.
د آغاخان فرهنګي موسسې مسئولینو د افغان لرغونپوهانو پوښتنې او نظریات واورېدل او د عملي کېدو لپاره یې ورسره ژمنه وکړه.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د مس عینک د اثارو ساتنه د هېواد د تاریخي حیثت د ساتلو لپاره یوه ډېره غټه لاسته راوړنه ده او په دې برخه کې په مسلکي ډول د یادو اثارو د ژر لېږد غوښتونکی شو.
د یادولو وړ ده په غونډه کې د هرات ولایت د غمېزې د شهیدانو لپاره هم دوعاوې وشوې او د تاریخي سیمو د زیانمنېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده شوه.
۱۴۴۴/۳/۲۹ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۲ هـ ش
