د هنرستان په ریاست کې(د افغانستان د منظرو هنري انعکاس) تر عنوان لاندې نندارتون جوړ شو
تېره ورځ (۱۴۴۵/۴/۹ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند د هنرستان په ریاست کې د (دافغانستان د منظرو هنري انعکاس) تر عنوان لاندې نندارتون جوړ شو.
د یاد نندارتون پرانېسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشوه، ورپسې د هنرستان رئیس ښاغلي محمد هاشم شارق د هنري آثارو او نقاشۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د موریس هېواد څخه راغلي نقاش( اکشی سیبالوک) د خپلې علاقې له مخې د افغانستان ۷ ولایتونو ته سفر وکړ او د خپل سفر په ترڅ کې یې د افغانستان د طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو ۱۶ آثار نقاشي کړي.
ورپسې د عامه کتابتون رئیس قاري عبید الله حنیف خبرې وکړې او د ( اکشی سیبالوک) د آثارو ستاینه یې وکړه او یاد سفر یې د هېوادونو د ډپلوماتیکو اړيکو په برخه کې اغېزمن وباله.
همدارنګه د ملي تیاتر رئیس مولوي داد الله منصور خبرې وکړې او د نقاشۍ په برخه کې يې د هنرستان ریاست کړنې وستایلې او افغانستان یې د تاریخي آبداتو او طبیعي منظرو په برخه کې یو بډای هېواد وباله.
ښاغلي منصور د نړۍ پر سیلانیانو غږ وکړ چې په افغانستان کې بشپړ امنیت دی، راشئ د افغانستان د تاریخي او طبیعي منظرو څخه لیدنه وکړئ.
ورپسې د موریس هېواد څخه راغلي نقاش( اکشی سیبالوک) خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د نقاشۍ په برخه کې ورسره همکاري کړې ده او زياته يې کړه چې د یادې نقاشۍ څخه مې موخه نړۍ ته د افغانستان ريښتينی او واقعي انځور ښودنه وه او همدارنګه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلینو څخه هيله کوم چې نورو نړيوالو ته هم زمینه برابره کړي، چې افغانستان ته راشي او د افغانستان د طبیعي منظرو نقاشي وکړي.
د نندارتون په پای کې هغه هنري آثار نندارې ته وړاندې شول چې اکشی سیبالوک د افغانستان د ۷ ولایتونو څخه د لیدنې په ترڅ کې نقاشي کړي و.
