د هرات د پنځم څلي د ټينګښت مطالعاتي کار پيل شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۹:۲۴
د هرات د پنځم څلي د ټينګښت مطالعاتي کار پيل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رياست د هرات مصلی د پنځم څلي د ټينګښت مطالعاتي کار پيل کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې همدا اوس د آغاخان فرهنګي بنسټ له یوې تخنیکي ډلې سره د هرات د پنځم څلي په ساحه کې د یاد څلي د ټینګښت لپاره په مطالعاتو بوخت دي.
مهندس عباسي زياته کړه: د دغو مطالعاتو په بهير کې د هرات له پنځم څلي څخه د توتل سټېشن دستګاه او ځانګړو کمرو په واسطه، عکسونه او فلمونه اخیستل کېږي او سکن کېږي او دغه راز له هغو خښتو او نورو ساختماني موادو څخه چې په دغه څلي کې کارول شوي دي؛ هم نمونه اخيستل کېږي.
د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رييس څرګنده کړه چې دغه نمونې په لابراتوار کې د آزموينې او په څلي کې د کارول شويو موادو د مقاومت د تشخيص په خاطر مطالعه کېږي. هغه زياته کړه چې د هرات مصلي د پنځم څلي د ټينګښت لومړني مطالعاتي کارونه د راتلونکې اوونۍ تر لومړیو پورې بشپړېږي او له هغه وروسته به د څلي پر ټينګښت اقدام وشي.
د يادونې وړ ده؛ د هرات مصلی څلي د تيموريانو امپراطورۍ په دوره کې جوړ شوي دي او د څه ناڅه شپږو پېړيو لرغونتيا په لرلو سره د هېواد له مهمو لرغونو آثارو څخه شمېرل کېږي.
کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS