د هرات د تياتر او سينما له هنرمندانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۲۰:۴
هرات

شنبه (۲۸ د محرم الحرام ۱۴۴۶) هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ آمريت له لوري د سينما او تياتر هنرمندانو د سره د فرهنګي او هنري وضعيت د ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

د هنر او فرهنګ آمر مولوي حميد الله غياثي وويل: د همغږۍ ناستې د مسؤلينو او هنرمندانو تر منځ د نظرياتو د تبادله کولو فرصت برابروي، تر څو د هنر او فرهنګ اړوند د ستونزو او فرصتونو په اړه پريکړې وشي، او د هنرمندانو د ظرفیت لوړونې لپاره نوي پروګرامونه جوړ کړل شي.

د افغان فلم مدير حافظ محمد قاسم اميني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: دا ډول ناستې د همکارۍ د فضا په پياوړي کولو او د فرهنګي ټولنو او هنرمندانو تر منځ د اړيکو رامنځته لپاره موثرې تماميږي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات د تياتر صالون د اطلاعاتو او کلتور رياست په همغږۍ د ښاروالۍ له لوري تر بيارغونې لاندې دی.

۱۴۰۳/۵/۱۳ هـ ل

۲۰۲۴/۸/۳ میلادي

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS