د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس د آغاخان بنسټ له مسؤلینو سره ناسته وکړه
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي د آغاخان بنسټ له مسؤلينو سره د دوی د بيارغونې او نورو پروژو په اړه ناسته وکړه.
مولوي احمدالله متقي د آغاخان بنسټ له همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او د تاریخي آثارو د بیارغونې په برخه کې یې د دې سازمان له هڅو ستاینه وکړه.
ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې هرات ښار د افغانستان یو له لرغونو او مهمو فرهنګي ښارونو څخه دی، چې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې لا زیاتې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.
هرات ولايت لپاره د آغاخان بنسټ استازي محمد داوود صادق په دې ولايت کې د دغه بنسټ د پروژو د پرمختګ په اړه راپور وړاندې کړ او ويې ويل: له دغو پروژو څخه يوه هم د هرات د لوى جومات بيارغونه ده چې په افغانستان کې تر ټولو لوی او پخوانی جومات پېژندل کېږي.
۱۴۴۶/۲/۲۹ ھ ق
۱۴۰۳/۶/۱۲ ھ ل
