د هرات اطلاعاتو او کلتور رئیس د "غني زاده د ښکلا او درملنې مرکز" له رئیس سره تفاهم لیک لاسلیک کړ

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۰:۶
د هرات اطلاعاتو او کلتور رئیس د "غني زاده د ښکلا او درملنې مرکز" له رئیس سره تفاهم لیک لاسلیک کړ

 

تېره ورځ د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولانا نعيم الحق حقاني سره د "غني زاده د ښکلا او درملنې مرکز" رئیس ډاکټر محمد اسماعیل حیدري وکتل او د روغتیایي چوپړتیاوو په برخه کې يې د اړمنو کسانو لپاره د تخفيف په اړه ور سره د يو کال لپاره تفاهم لیک لاسلیک کړ. په دې کتنه کې ښاغلي حقاني له ډاکترانو مننه وکړه، چې د خلکو اقتصادي وضعيت درک کوي او هغوى ته تخفيف ورکوي. 
د يادونې وړ ده، چې په شرايطو برابر کسان کولاى شي چې د ياد تخفيف په موخه د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت ته مراجعه وکړي او له ياد آمريت څخه به بيا دغه روغتیايي مرکز ته ورپېژندل کېږي.

۱۴۴۵/۳/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۷ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS