د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پیغام!

moic_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۳:۴۷
د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پیغام

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس، د دولت مشرتابه غړیو او همدارنګه د افغانستان مسلمان ملت او د نړۍ نورو مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکي وایي.
سږکال افغانان لوی اختر په داسې وخت کې نمانځي چې له یوې خوا د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې نمانځلو ته پراخ تیاری نیول شوی دی او له بلې خوا په افغانستان کې اوږدې جګړې ته د پای ورکولو لپاره په ملي او نړیواله کچه غوره فرصت برابر شوی دی چې باید ښه ګټه ترې واخیستل شي.
له بده مرغه د سولې او امنیت دښمنانو د لوی اختر په درشل کې په کابل  او د هېواد په یو شمېر نورو سیموکې  خونړي ترهګریز بریدونه تر سره کړل او زموږ ګڼې  کورنۍ یې د ویر پر ټغر کېنولې او د دوی د  اختر خوشالي یې پر غم او ماتم بدله کړه.
دغو بریدتونو یو ځل بیا په ډاګه کړه چې ترهګر د هېڅ ډول ملي او دیني ارزښتونو پروا نه ساتي او خپلو کرغېړنو موخو ته د رسېدو لپاره په هر ډول جنایت لاس پورې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو شهیدانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د لوی خدای (ج) له درباره څخه شهیدانو ته جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هیله لري چې پر دین میېن افغان ولس لوی اختر د خوښۍ او خوشالۍ په شېبو کې تېر کړي اوهغه هیلې یې رښتیا شي چې  له لسیزو راهیسې یې تلپاتې سولې  او امنیت، سوکالۍ او پرمختګ  ته  د رسېدو لپاره په زړونو کې پاللې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS