د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس: رسنۍ د ولس د اذهانو په تنوير کې مهم رول لري
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب الله الهام په مشرۍ د افغان خبریالانو د خوندیتوب ولایتي استازي او الرباط فکري اداري استازي په شتون کې د سیمه ییزو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د رسنيز ډګر لا پیاوړتیا، همغږۍ او د خبریالانو د ستاینې په موخه غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب الله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: رسنۍ د ولس د اذهانو په تنوير او د اسلامي ارزښتونو په عامولو کې مهم رول لري او رسنۍ بايد اسلامي اصول په پوره توګه مراعات کړي.
ښاغلي الهام ځوانان د ټولنې د راتلونکي لپاره مهم ځواک وباله او ويې ويل: رسنۍ د دیني، روغتيايي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو خپرونو او د هېواد د تاريخ هويت په معرفي کولو کې ترټولو مهم رول لوبولای شي او اسلامي امارت په پوره ژمنتيا سره د رسنيو ملاتړ کوي.
په غونډه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب ولایتي استازي وويل: د رسنيو مسؤولین باید د ولس په خوښه او رسنيزو اصولو ته په کتو خپرونې چمتو کړي ترڅو د ولس لا زیات باور ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې دې الرباط فکري اداري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ ګڼ شمېر ژورنالیستان په بېلابېلو ډالیو هم وستایل شول.
۱۴۴۸/۴/۱ هـ ق
