د نشراتو معين سمنګان ولايت ته سفر وکړ
پنجشنبه (۲۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي سمنګان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رئیس مولوي فيروز الدين منيب سره وکتل.
د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فيروز الدين منيب ښاغلي فراهي ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: سمنګان ولايت يو له لرغونو ولایتونو څخه دی، چې بيلابيل کلتورونه لري او سلګونه تاريخي او لرغونې آبدې لري.
همدارنګه ښاغلي منيب په سمنګان ولايت کې د دولتي او خصوصي رسنيو په لاسته راوړنو خبرې وکړې او د رسنيو د ستونزو په اړه يې معلومات شريک کړل.
د نشراتو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او رسنيو پر مطبوعاتي فعالیتونو خبرې وکړې او د هر اړخيزې همکارئ ډاډ يې ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي فراهي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ټولو شعبو او عامه کتابتون څخه هم ليدنه وکړه او خپل څو ټوکه کتابونه يې هم د مطالعې د مينوالو د تشويق په موخه کتابتون ته ورکړل.
۱۴۰۳/۳/۱۰ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۳۰ ميلادي
