د نبي اکرم ﷺ د سيرت سيالۍ غوره کسانو ته جايزې ورکړل شوې

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۰:۴۹
......

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا د نبي اکرم ﷺ د سیرت سیالۍ ۲۰ تنو غوره کسانو ته د جایزو ورکولو مراسم په داسې حال کې چې د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام، د ولایت مقام استازی مولوي مطيع‌الله قیام، د علماوو شورا استازی مولوي ذکریا عظیمي، د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي محمد صدیق بني‌کمال، د مخابراتو او ټکنالوژۍ رئیس مولوي عبدالرحیم فیاض، د ملي راډیو ټلویزیون آمر ملا عبدالستار ندیم او نورو ځوانانو هم برخه اخيستې وه ترسره شوه.
ياده غونډه د قرآن عظيم الشان په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيب‌الله الهام د سيرت النبي ﷺ سيالۍ د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: ياده سيالي د ځوانانو د تشويق، ترغیب او هڅونې په موخه ترسره شوه، ترڅو ځوانان د رسول‌الله ﷺ د سیرت او اخلاقو په اړه معلومات لاسته راوړي او د ژوند په چارو کې د رسول‌الله ﷺ افعال او کړنې عملي کړي.
په یاده غونډه کې د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي محمدصدیق "بني‌کمال" د پیغمبر ﷺ د سیرت د لوستلو په اړه خبرې وکړې او د سیرت له لوستلو څخه يې موخه د رسول‌الله ﷺ د ژوند په اړه معلومات، ترې پيروي کول او خپل ژوند د رسول‌الله ﷺ په لاره برابرول، یاده کړل.
په یاده سیالۍ کې چې ټولټال ۳۸۰ تنو ځوانانو ګډون کړی و، ۲۰ تنو غوره ګډونوالو ته جايزې ورکړل شوې.

۱۴۴۵/۳/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۱ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS