د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره ناسته وشوه

د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ د یاد ریاست د غونډو په تالار کي د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ناسمو رواجونو د مخنیوي فرمان د ښه تطبیق په موخه مشورتي او د همغږۍ ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې ښاغلي راشد وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی یاد فرمان باید د بشپړ تطبیق په موخه تر ولسونو ورسېږي، تر څو د ټولنې شته ستونزې حل شي، د نوموړي په وینا ټولې رسنۍ باید د فرمانونو او حکمونو د ښه تطبیق په موخه دوامداره خپرونې پر مخ یوسي، تر څو ولسونه د ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه لا زیات پوهاوی تر لاسه کړي.
ښاغلي راشد ناوړه رواجونو ته په اشارې وویل: په ټولنه کې خلک د غم او خوشحالۍ په مراسمو کې د زیاتو ناوړه رواجونو ښکار دي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، د دې فرمان تطبیق دې ته زمېنه برابروي، چې دا ټولنیزې ستونزې حل کړي.
همدارنګه ښاغلي راشد د خصوصي او دولتي تلویزیونونو، غږيزو او چاپي رسنیو له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د منظمو او مسلکي خپرونو په جوړولو سره دې د یاد فرمان په تړاو ولسونو ته پوهاوی ورکړي.
د ناستې په پای کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د ټولو فرمانونو او په ځانګړې توګه د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه فرمان د ښه تطبیق په موخه د رسنیو له لارې تر ولسونو پورې د رسولو برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هـ. ق