لوګر کې د مس عینک لرغونې سیمې څخه څارنه وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۳۷
fghui

د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رفیع الله صمیم، د فرهنګ او ګرځندوی آمر،  د مس عینک لرغونې سیمې اړوند آغا خان مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رفیع الله صمیم وویل: د مس عینک لرغونې سیمه د هېواد د لرغونو سیمو څخه ګڼل کېږي چې د نړۍ په کچه د مسو کان پکښې موجود دی او د مسو استخراج مهمه منبع ګڼل کېږي.
 ښاغلي صمیم د دغه سفر څخه موخه د دې کان اړوند لرغون پوهانو سره ناسته او د دوی ستونزې اورېدل او د آغا خان مؤسسې  د فعالیتونو له نږدې لیدنه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د لرغونو ځایونو ساتل زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی او باید ولسونه هم له اړوندو مسؤلینو سره پوره همکاري وکړي، ترڅو وکولای شو د هېواد د لوی تاریخ دغه مهمې برخې څخه په ښه توګه ساتنه وکړو.
د یادونې وړ ده، چې د مس عینک کان او لرغونې سیمه د کابل جنوب لویدیځ ۴۰ کیلومترۍ د لوګر محمد آغې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې تاریخي مخینه یې د کوشانیانو دورې پورې رسېږي او تر دې مهاله شاوخوا ۱۰ زره لرغوني آثار ترې ترلاسه شوي دي.

۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هـ . ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

بلخ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق، نشه‌یي توکو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې لوري په یوې سترې ولسي غونډه کې د مشرتابه(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د نشه. . .

BACK TO NEWS