د موزيمونو د همږغۍ نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

یکشنبه ( ۲۰ د ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معينيت د ملي موزيم رياست له لوري د ملي موزيم په تالار کې د موزيمونو د همږغۍ نړيواله ورځ د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزيزي، د بهرنيو سفارتونو استازو، د همکارو مؤسسو مسؤلينو او استازو، فرهنګيانو او د ګڼ شمېر رسنيو استازو ګډون کړی وو.
د موزيمونو د همږغۍ نړيواله ورځ هر کال د مې میاشتې پر ۱۸مه نمانځل کېږي، دا ورځ د نړۍ د موزيمونو ترمنځ د همږغۍ، عامه پوهاوي، او د موزيمونو د ټولنيز رول د ودې لپاره ځانګړې شوې ده، د دې ورځې لمانځنه له ۱۹۷۷ ز کال راهيسې د موزيمونو نړيوالې شورا (ICOM – International Council of Museums) لخوا پيل شوې ده.
د غونډې پرانېستونکې وينا د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزيزي وکړه او ګډونوالو ته يې د ښه راغلاست تر څنګ وويل: ستاسو راتګ ډاډ راکوي، ځکه چې د افغانستان د تاريخي آثارو او میراثونو په اړه خواخوږي لرئ، موزيمونه تشې ودانۍ او پکښې خوندي آثار نه دي، بلکې د يوې ټولنې د فرهنګي هويت ښکارندوی دي، د افغانستان په ملي موزيم کې تر ۵ زره کالو پورې لرغوني آثار شتون لري، د دې موزيم آثار په نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوي او د هېواد استازولي يې کړې ده، موزيمونه نوي نسلونه له تېر تاريخ څخه خبروي، ملي موزيم ته هره ورځ د بهرنيو سيلانيانو په شمول سلګونه تنه د ليدنې په موخه راځي، له موزيمونو څخه لیدنې د دوی د ارزښت ساتلو په معنی دي.
ښاغلي عزيزي زياته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت د لرغونو آثارو او سيمو خوندي کولو ته جدي توجه کوي، عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د لرغونو آثارو او سيمو د خوندي ساتلو په موخه ځانګړی فرمان صادر کړی، چې په تېرو حکومتونو کې يې ساری نه لیدل کېږي، د همدې فرمان پر مټ وتوانېدو چې ډيری غصب شوې لرغونې سيمې له غصب څخه خلاصې او د غیر قانوني کېندنو او د آثارو د قاچاق مخه ونيسو.
ورپسې د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: لرغوني آثار د حکومتونو ملکیت نه بلکې د ملتونو ویاړونه او فرهنګي هويت دی، ملموس او ناملموس آثار د تېر تاريخ د برم او عظمت څرګندوی دي، په افغانستان کې څو تمدنونه تېر شوي دي، چې د سيمې په کچه يې ساری کم لیدل کېږي، د افغانستان اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې توجه کړې ده، د فرهنګي موزيمونو د ودې تر څنګ يې جهادي موزيمونه هم پيل کړې دي، چې پکښې به د تېرو جهادونو ویاړونه او وسایل ساتل کېږي.
ښاغلي فراهي له لیکوالانو، فرهنګیانو او رسنيو څخه وغوښتل چې د افغانستان د فرهنګ د ودې او پراختیا لپاره هڅې وکړې او تر نورې نړۍ يې ورسوي.
همدا راز د غونډې په ترڅ کې د ایران سفارت استازي سید روح الله حسيني، د چینايي MCC شرکت د عامه اړيکو مسؤل دینګ وان پن، د پوهنتون استاد مجتبی عارفي او نورو ګډونوالو هم ویناوې وکړې او د لرغونو آثارو او سيمو په ساتنه کې يې د اسلامي امارت کړنې د ستاينې وړ وبللې.
غونډه د دعايې په ویلو سره پای ته ورسېده.