د مهترلام ښار ښوونکو ته د کمونیزم، سوسيالېزم او فیوډالیزم په اړه معلوماتي سمینار جوړ شو

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ او همغږۍ د مهترلام ښار اړوند ښوونځیو شاوخوا ۵۰۰ تنو ښوونکو ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د کمونیزم، سوسالیزم او فیوډالیزم په اړه یو ورځنی معلوماتي سمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې وړاندې هم دې ته ورته سمینار ترسره کړی او د خوښۍ ځای دی چې نن د مهترلام ښار د ښوونځیو ښوونکو ته هم داسې یو مهم او ارزښتناک سمینار جوړوي.
د لغمان پوهنتون استاد عبدالمطلب راسخ د فیوډالیزم، د لغمان پوهنتون استاد عبدالحنان حاذق د سوسالیزم او مولوي محمدایوب حنفي د کمونیزم په اړه په نوبت سره معلومات شریک کړل.
د سمینار وړاندې کوونکو د موضوعاتو مفهوم، تاریخچه، زیانونو او هر اړخیزو برخو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د مرکزي معارف آمر صدیق الله طارق په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې ښوونکو ته یې ارزښتناک سمینار جوړ کړ.
۱۴۴۶/۸/۲۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۹ ل