د ملي ارشیف د بيارغونې چارې پیل شوې

panah_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۹ - ۱۱:۴۴
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پراختيايي بودیجې څخه د ۴.۶ میلیونو افغانیو په لګښت د ملي ارشیف د اساسي ترمیم چارې پیل شوې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د یادې پروژې د پیل مراسمو کې وويل: د ملي ارشیف ودانۍ ساتنه ډېره مهمه ده، ځکه دا ودانۍ د هېواد له مهمو تاریخي آبداتو څخه شمېرل کېږي.

د ښاغلي عزیزي په وينا؛ د دې ودانۍ ترمیم او استحکام به د ملي ارشیف په زېرخانو کې تاریخي اسناد او مخزنونه د هوا او موسم له طبیعي زیانونو خوندي وساتي.

ټاکل شوې چې د دې پروژې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. 

۱۴۴۶/۵/۲۷ ھ ق

۱۴۰۳/۹/۹ ھ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۱
Background image

د کلتوري وضعیت د ښه والي او د تاریخي آبداتو د ساتنې په اړه د بنو ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ناسته وشوه

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي بنو ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي قومي مشرانو سره ناسته وکړه او له خلکو یې وغوښتل، چې سیاحتي سیمو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هلمند ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د فکري جګړې په نوم یو ورځنی سمینار جوړ شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د هلمند ښوونیز مرکز زده کوونکو او ځوانانو ته د فکري جګړې په نوم یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
د سمینار ګډونوالو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

جوزجان کې د اړينو طبي مهارتونو د زده کړې مرکز جوړ شو

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: دا مرکز د ځوانانو چارو آمریت له لوري د طبی ابتدايي مهارتونو د زده کړې لپاره جوړ شوی، په ځانګړې توګه د هغو ځوانانو لپاره چې په لرې. . .

BACK TO NEWS