د مطالعې ارزښت په اړه يو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو
د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مزارشریف ښار کې یو شمېر ځوانانو ته د مطالعې د ارزښت په اړه یو ورځنی علمي او روزنیز سیمینار ترسره شو.
مسؤلینو د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه نه یوازې د علم ترلاسه کولو وسیله ده، بلکې د اخلاقو، اسلامي شخصیت او فکري ودې د پیاوړتیا لپاره یو مهم بنسټ دی، په ننني عصر کې هغه ملتونه او ځوانان پرمختګ کولای شي، چې له کتاب او مطالعې سره ملګرتيا ولري، موږ باید د مطالعې کلتور پیاوړی کړو، ترڅو وکولای شو، چې د علم ترڅنګ خپل فکري ظرفیتونه هم پراخ کړو، همدا راز مسؤلینو ګډونوالو ته د غوره مطالعې کولو علمي لارښوونې هم وړاندې کړې.
د غونډې ګډونوالو هم د مطالعې د ارزښت په اړه خپل وړانديزونه او نظرونه شریک کړل او یاد سیمینار یې د ځوانانو د فکري ويښتيا او ټولنیزې ودې لپاره ارزښتناک وباله.
۱۴۴۷/۷/۹ هـ ق
