د مسؤلینو او د رسنیو د استازو ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره شوه

د لوګر اطلاعاتو کلتور ریاست له خوا د خبریالانو خوندیتوب کمېټې په همکاري د مسؤلینو او رسنیو استازو ترمنځ د همږغۍ ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناست کې د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم، د ملي راډیو تلویزیون آمر، د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، څلورمې منصوري پلې لوا، امر باالمعروف او نهي عن المنکر ویاندویانو، د خصوصي او دولتي رسنیو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کې لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل؛ لوګر کې ورځ تربلې د سیمه ییزو رسنیو وضعیت مخ په ښه کېدو دئ او د راډیوګانو له لوري روانې برنامې او پروګرامونه د ټولنې لپاره خورا اغېزناکه یادې کړې او د ښوونیزو او علمي برنامو د ملاتړ برخه کې د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.
همدارنګه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل او د سيمه یيزو رسنيو مسؤلينو په خپل وار سره د ولایتي ادارې او رسنیو ترمنځ له شته همغږي او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هڅو او همکاریو په پایله کې، تېرو دریو کلنو په لړ کې د دغه ولایت خبریالانو او رسنۍ والو ته هېڅ ډول ستونزې نه دي پېښې شوې.
په پای کې دوی د اترا د جواز، برېښنا د لګښت بېل، مالیې، معلوماتو ته د لاسرسي، د رسنۍ والو او ولایتي ادارې د ویاندویانو او مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ لا زیاتوالي په برخو کې یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې او د اړوندو مسؤلینو د همکارۍ غوښتونکي شول.
۱۴۴۶/۴/۱۷ ه ق
۱۴۰۳/۷/۲۹ ه ش