د مرکزي ادارو د ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
نن چهارشنبه (۲۰ شعبان، ۱۴۶۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له لوري د وزارتونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه جوړه وشوه.
په غونډه کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د وزارت حقوقي مشاور قاري سعید خوستی، د باختر آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس مولوي رحمت الله نړیوال، د مطبوعاتو او رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، د کاپی رایټ آمر مولوي عبدالحق حماد او د ټولو وزارتونو ویاندویانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د مطبوعاتو او رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد د غونډې موخې څرګندې کړې او زیاته یې کړه چې رسنۍ ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت له هغو ملاتړ کوي او رسنۍ باید معیاري شي؛ همدارنګه ښاغلي رائد د رسنیو ستونزې شریکې کړې او له ویاندیانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د رسنیو سره معلومات پر وخت شریک کړي.
ورپسې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي خبرې وکړې او ویې ویل: زموږ او ستاسو مسوولیت دی چې حقیقتونه له خلکو سره شریک کړو؛ ښاغلي فراهي له ویاندویانو څخه وغوښتل چې د خپلو ادارو لاسته راوړنې او پرمختګونه په ښه ډول سره خپاره کړئ.
همدا راز د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالحق حماد د مطبوعاتي مسوولینو پر مسوولیتونو خبرې وکړې او وویل چې د ویاندویانو مسئولیت ډېر حساس دی او باید جدي پاملرنه ورته وکړي.
د اطلاعاتو کلتور وزارت حقوقي مشاور قاري سعید خوستي هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې مختلفې ادارې باید د رسنیو سره په همکارۍ د خپلو معلوماتو شریکولو لپاره پروګرامونه ترتیب کړي.
په پای کې د باختر آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل وویل: ډېرې دولتي او خصوصي رسنۍ په هېواد کې فعالیت لري او د نظام د لاسته راوړنو په خپرولو کې مهمه ونډه لري، باید له دوی سره همکاري وشي او د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورسره شریک شي.
د یادونې وړ ده چې وروستیو کې د مرکزي ادارو ویاندویانو خپل وړاندیزونه، ستونزې او نظرونه شریک کړل، چې د مسوولینو له لورې ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
۲۰۲۵/۲/۱۹ ز
۱۴۰۳/۱۲/۱ هـ ل
