د لوګر په زندان کې د بندیانو ترمنځ د سیرت النبي (ص) سیالۍ ترسره شوه

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت په محبس کې د ۴۰ تنه زندانیانو څخه د سیرت النبي(ص) د سیالۍ آزموینه واخیستل شوه او د پایلو له اعلان وروسته يې ۷ تنه مخکښ ګډونوال وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي رفیع الله صمیم وویل؛ د اسلام مبارک دین په هر حالت کې موږ ته د علم زده کړې او ترلاسه کولو برخه کې سپارښتنې کوي، چې لله الحمد ورځ تر بلې زموږ ماحول کې د علم لمنه پراخه کیږي، چې ننی آزموینه یې د ښې بېلګې په توګه یادولی شو، که موږ د نبي کریم (ص) سیرت او صورت په ورځنيو چارو کې پرځان پلي کړو، نو په دنیا او آخرت کې به بریالي یو، نوموړي ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې د لوګر زندانیانو لپاره نورې برنامې هم ترلاس لاندې لري.
ورته مهال د لوګر د محبس مرستیال مولوي عمرګل خبیب د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: اوس مهال په یاد زندان کې د بندیانو لپاره د علم ترلاسه کولو برخه کې ښه سهولتونه شتون لري، چې په عملي ډول د دیني، عصري او حرفوي زده کړو برخو کې خدمتونه وړاندې کیږي.
د يادونې وړ ده، چې د سيالۍ لومړي مقام ګټونکي محمد اشرف ته د تفسیر کابلي بشپړ ټوک ، د دویم مقام ګټونکي شیرزی ته د سیرت النبي(ص) مکمل سیټ، او د دریم مقام ګټونکي ته بېلابېل کتابونه، او پاتې نورومخکښو ګډونوالو ته هم کتابونه ډالۍ شول.
۱۴۴۶/۱/۲۸ ھ ق
۱۴۰۳/۵/۱۳ ھ ل