د لوګر عامه کتابتون سره څه باندې ۴۰۰ ټوکه کتابونو مرسته وشوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۲۳:۳۹
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند عامه کتابتون ریاست له لوري د لوګر ولایت د عامه کتابتون د لابډاینې او د مطالعې د مینوالو  د ستونزو د حل په موخه ۴۱۴ ټوکو کتابونو مرسته وشوه.
 د لوګر د اطلاعاتو کلتور ریس رفیع الله صمیم د یادو کتابونو د سپارلو پر مهال د عامه کتابتون ریاست دغه اقدام د ستایني وړ وباله او ترڅنګ یې د کتاب او مطالعي پر نورو مینوالو او فرهنګ پالو هم غږ وکړ، چې د لوګر عامه کتابتون په لا بډاینه کې برخه واخلي.
د لوګر د عامه کتابتون مدیر عبدالاحد فیضي وویل: دغه ۴۱۴ ټوکه کتابونو کې د دیني کتابونو سربېره، ریاضي، ساینسي،بیولوژي، فکري او نور کتابونه شامل دي، چې ورسره به د مطالعې د مینوالو  ډېرې ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د لوګر عامه کتابتون کې تر شپاړس زرو څخه زیات کتابونه  شتون لري او هره ورځ له شلو څخه تر دېرشو د کتاب مینوال د مطالعې په پار دغه کتابتون راځي.

۱۴۴۵/۷/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS