د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د خصوصي صحي انسټیټیوت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۵:۴۲
….

Lسه شنبه (۳ د شعبان ۱۴۴۵) د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د میلاد النبيﷺ خصوصي صحي انسټیټیوت ترمنځ زده کړیالانو ته د تخفیف په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر محمد جواد هم شتون درلود، لاسلیک او بیا ځلې تمدید شو.

د یاد هوکړه لیک د لاس لیک پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم د ځوان نسل د روزنې په برخه کې د میلاد النبي ﷺ خصوصي صحي انسټیټیوت له خدماتو او هڅو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د یاد انسټیټیوت د ملاتړ په برخه کې به له هېڅ راز همکاریو ډډه ونه کړي.

دغه راز د میلاد النبي ﷺ خصوصي صحي انسټیټیوت مرستیال وویل؛ موږ د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې هڅه کړې، ترڅو د دې هېواد راتلونکی نسل په ښه توګه وروزو، نوموړي ډاډ ورکړ؛ چې کیفیت یې لومړیتوب دی، د دولسمو ټولګیو فارغان کولای شي، په دغه انسټیټیوټ کې د طبي ټکنالوژۍ، دوا جوړونه، غاښونو پروتیز، عالي نرسنګ او د قابلګۍ په برخو کې زده کړې وکړي.

د یادونې وړ ده، هغه ځوانان، چې په یاد انسټیټیوټ کې د زده کړې مینه ولري، کولای شي د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت ته له مراجعې وروسته په ۲۰ سلنه تخفیف د خپلې خوښې څانګه کې زده کړې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د میلاد النبي خصوصي صحي انسټیټیوټ سره یاد قرار داد لاسلیک شوی چې د راتلونکې 1403 هـ ش کال لپاره هم تمدید شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS