د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا نعت ویونکي او د ترنم بلبلان وستایل شول 

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۲۳:۲
.....

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د کلتور او ګرځندوی آمریت لخوا په دې ولایت کې د نعت ویونکو او ترنم ویونکو هڅې وستایل شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس مولوي مطیع الله عابد، د لوګرسیندیزې حوزې رئیس مولوي محمد اسماعیل اخندازده، د سوداګرۍ او صنعت رئیس عمرمنصور، د سوداګرۍ خونې رئیس مولوي یعقوب رشیدي، د ملي راډیو ټلویزیون آمر ضیاالرحمن ځلاند، علماوو، ځوانانو، ادیبانو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و. 
ښاغلي صمیم د سنګر او مبارزې ګرم ساتلو او بریا په برخه کې د نعت ویونکو ، ترنم بلبلانو او شاعرانو هڅې، خدمتونه او لاسته راوړنې د ستایلو وړ وبللې او زیاته کړه، چې د همدغه ډګر د قلم او غږ برکت و، چې ډېر خلک جهاد ته وهڅول شول او په پایله کې یې د اشغال تور تمونه له دې هېواد څخه ټول او اسلامي نظام حاکم شو.
د غونډې په لړ کې نعت او ترانه ویوونکو په وار سره خپل ترتیب کړي شعرونه ګډونوالو ته واورول.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا برابر شوي ستاینلیکونه پر نعت ویونکو او د ترنم په بلبلانو باندې ووېشل شول.

۱۴۴۵/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۹ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS