د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۵۰
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د کمېسیون منشي د تیرو پریکړو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل. 
په دې ناسته کې د آسمایي غر اړوند پر راډیو او تلویزیون آنتنونو باندې د لګول شویو لوحو په اړه د ریاست‌الوزرا د عالي مقام د (۲۵۵۲) شمېرې حکم د پلي کولو په اړه پرېکړه وشوه، چې د یاد حکم د مؤثر پلي کولو لپاره به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره لازمه همغږي وکړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د هرې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ستونزې او نیمګړتیاوې، د کمیسیون له تایید وروسته، د کابل ښاروالۍ فرهنګي ریاست او د کسب کارانو خونې له لارې د کابل ښار هټۍ لرونکو او کسب ‌کارانو له اړوندو اصنافو سره شریکې شي او د حل او اصلاح لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د غونډې په لړ کې د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون راپورونه (د بهرنيو اصطلاحاتو او لغتونو لپاره د بديلو کلمو موندلو اړوند) وڅېړل شول او پرېکړه وشوه چې دغه راپورونه، د شته توپيرونو سره، د کابل ښاروالۍ ناحيو او ولایتونو سره د پلي کولو او تکثیر په موخه شریک شي.

۱۴۴۷/۵/۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS