د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل پنځمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۹
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د پنځمې ناحیې د افشار سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ښاغلي قاري ولي‌ګل جواد د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او له هټیوالو او کسبه‌کارانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو لوحو د محتوا په ترتیب او تنظیم کې پوره پاملرنه وکړي.
ښاغلي جواد ټینګار وکړ، چې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت له احکامو او د افغانستان د اسلامي امارت له اصولو سره سمې ترتیب شي، باید له هغو انځورونو او غیرشرعي مطالبو څخه ډډه وشي، چې د خلکو ذهنونه مغشو کوي او ملي ژبو، فرهنګي ارزښتونو او د لوحو منظم والي ته جدي پاملرنه وشي.
ښاغلي جواد په دې مهمې برخې کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه؛ په دې ملي بهیر کې د ګډ مشارکت له لارې کولای شو د ښار لوحې منظمې او ښکلې کړو.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۱۰۹ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه.

۱۴۴۷/۱۱/۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS