د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۵:۳۱
DFDF

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت کې د ياد معينيت د معين مولوي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي ناسته ترسره شوه.
د ناستې په ترڅ کې د صنعت او تجارت وزارت د جوازونو د صدور څانګې له استازي سره د غیر معياري لوحو، جوازونو د وېش، او له دې کمېسيون سره د همکارۍ پر موضوعاتو بحث وشو.
همداراز په ناسته کې د کندوز ولايت د لوحو لپاره د بديلو کلمو لېست وړاندې شو، چې د کميسيون غړو يې په اړه خپل نظريات شريک کړل، تر څنګ يې د کمېسيون په تېر دوه کلن فعاليت هم خبرې او د نظرياتو تبادله وشوه.
 د ناستې په پای کې د کمېسیون د غړو د راتلونکي نظارت لپاره وخت او ساحه وټاکل شوه.
 
۱۴۴۶/۶/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۱ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د کابل ژورنالېزم انسټيټيوټ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړو لړۍ پيل شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې آمريت له لورې د کابل ژورنالېزم انستیتیوت ۳۷ تنو زده کړیالانو ته يوه مياشتنۍ ښوونيزه لړۍ پيل شوه، چې دوه ورځې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

BACK TO NEWS