د لرغونو آثارو د قاچاق په مخنيوي کې به لا هڅې وشي
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيبالله الهام د لرغونو آثارو د ساتنې او قاچاق د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د وروستي فرمان د تطبیق په موخه، د نیمروز ولایت د ګمرک له رئیس مولوي مطیع الله سعید او د همدې ولایت د کمیسار مولوي محمد هاشم حنظله سره وکتل.
ښاغلي الهام د لرغونو آثارو د قاچاق په مخنیوي کې د ګمرک ریاست او کمېسارۍ مسؤلینو هڅې وستایلې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د وروستي فرمان (د تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوي) د ښه تطبیق په موخه یې له هغوی څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه چې یادو مسؤلینو هم په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
۱۴۴۵/۱/۱۵ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۰ هـ ش
