د قلات په عمومي محبس کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۲۸
..

د زابل ولایت په عمومي محبس کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه له زندانیانو څخه د اخیستل شوې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان او مخکښ ګډونوالو ته یې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې د ورته علمي او پوهاوي پروګرامونو لړۍ د ولایت ټولو ولسوالیو او ادارو ته وغځوي، ترڅو د ۱۷ مې ګڼې فرمان احکام په ټولنه کې پلي شي او ناوړه دودونه له منځه ولاړ شي.
دغه راز د عمومي محبس مسؤل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤولینو څخه د یادې سیالۍ جوړولو په موخه مننه وکړه او د ورته پوهاوي اوروزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه یې هم وکړه.

۱۴۴۸/۶/۳ هـ.ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۵۹
Background image

د آقچې ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانانو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح شو

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د آقچې ولسوالۍ په اکتید ښوونیز مرکز کې سلګونو ځوانانو ته د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د خوست ببرک تاڼې له ټولو ډلګۍ مشرانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې مدیریت د ببرک تاڼې له ټولو ډلګۍ مشرانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
په غونډه کې د جهادي آثارو د ساتنې مدیر د روانو فعالیتونو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۲۸
Background image

د قلات په عمومي محبس کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د زابل ولایت په عمومي محبس کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه له زندانیانو څخه د اخیستل شوې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان او مخکښ ګډونوالو ته یې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS