د قلات په عمومي محبس کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د زابل ولایت په عمومي محبس کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه له زندانیانو څخه د اخیستل شوې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان او مخکښ ګډونوالو ته یې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې د ورته علمي او پوهاوي پروګرامونو لړۍ د ولایت ټولو ولسوالیو او ادارو ته وغځوي، ترڅو د ۱۷ مې ګڼې فرمان احکام په ټولنه کې پلي شي او ناوړه دودونه له منځه ولاړ شي.
دغه راز د عمومي محبس مسؤل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤولینو څخه د یادې سیالۍ جوړولو په موخه مننه وکړه او د ورته پوهاوي اوروزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه یې هم وکړه.
۱۴۴۸/۶/۳ هـ.ق