د خوست ببرک تاڼې له ټولو ډلګۍ مشرانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۳۵
..

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې مدیریت د ببرک تاڼې له ټولو ډلګۍ مشرانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
په غونډه کې د جهادي آثارو د ساتنې مدیر د روانو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ببرک تاڼې د ټولو شهیدانو د اجمالي شهرتونو راټولول د کار لومړنی پړاو دی، چې په همدې موخه ډلګۍ مشرانو ته د شهیدانو نوملړ سپارل شوی، ترڅو د ټولو شهیدانو نومونه او معلومات په دقیقه توګه مشخص شي.
دغه راز د ببرک تاڼې په کچه د ترسره شویو جنګي پېښو، جنګي جنایتونو او لویو عملیاتو په اړه هم خبرې وشوې. په دې برخه کې ډلګۍ مشرانو د اړینو معلوماتو د راټولولو او شریکولو ډاډ هم څرګند کړ. دوی وویل: د خپلو ملګرو په مرسته به د شهیدانو معلومات او سوانح راټولې او وروسته به یې له یادې ادارې سره شریکې کړو، ترڅو په ځانګړو فورمونو کې ثبت او تنظیم شي.

۱۴۴۸/۶/۳ هـ.ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۵۹
Background image

د آقچې ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانانو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح شو

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د آقچې ولسوالۍ په اکتید ښوونیز مرکز کې سلګونو ځوانانو ته د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د خوست ببرک تاڼې له ټولو ډلګۍ مشرانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې مدیریت د ببرک تاڼې له ټولو ډلګۍ مشرانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
په غونډه کې د جهادي آثارو د ساتنې مدیر د روانو فعالیتونو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۲۸
Background image

د قلات په عمومي محبس کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د زابل ولایت په عمومي محبس کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه له زندانیانو څخه د اخیستل شوې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان او مخکښ ګډونوالو ته یې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS