د فکري مبارزې اهمیت او د مهارتونو پیاوړتیا په نوم روزنیز سیمینار جوړ شو
د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د قلموالو مبارزینو لپاره (د فکري مبازې اهمیت او د مهارتونو پیاوړتیا) په نامه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو .
دغه سیمینار د فکري مبارزې ارزښت روښانه کول، د قلم له لارې د مبارزې تګلارو پیاوړتیا او د فکري فعالیتونو د منظمولو په موخه جوړ شوی و، چې پکې د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو ترڅنګ لسګونه تنو ځوانو قلموالو مبارزینو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګ او ګرځندوی آمر ټینګار وکړ، چې مبارزین باید د دې هېواد او سپیڅلي نظام مثبتې کړنې انعکاس کړي او د دې هېواد اصیل افغاني کلتور ریښتینی انځور نړیوالو ته ورسوي.
ورته مهال په سیمینار کې ویناوالو، قلموالو مبارزینو ته د ټولنیزو رسنیو اغېزمنې کارونې په اړه هر اړخیزې لارښوونې وکړې او ویې ویل: یوه کلمه کولای شي، چې په ضمیرونو کې احساسات را وپاروي، اسلامي امارت د ډېرو ستونزو او قربانیو په پایله کې رامنځته شوی دی، نو اوس پر تاسو لازمه ده، چې د اسلامي امارت مثبتې کړنې په پوره دقت، صداقت او مسلکي ډول، په کورنیو او نړیوالو ژبو منعکسې کړئ، له هر ډول تعصباتو څخه ډډه وکړئ او د حقایقو رښتیني انځور وړاندې کولو ته لومړیتوب ورکړئ.
دغه یو ورځنی روزنیز سیمینار د قلموالو مبارزینو له لوري ګټور او اغېزمن وبلل شو او ګډونوال د ورته فکري او روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنکي شول.
۱۴۴۷/۷/۱ هـ ق
