د فکري روزنې په نوم د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې او پوهنې ریاست په همکاریو د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د فکري روزنې په نوم د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو آمر وویل: له دغه سیالۍ څخه موخه د ځوانانو هڅول، د اسلامي نظام او د دښمنانو د فکري یرغل په اړه ځوانانو ته هر اړخیز معلومات ورکول دي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو فکري روزنې او د علم او مطالعې لور ته د ځوانانو د هڅولو کوښښ کوي، تر څو ځوانان په اسلامي فکر سره هېواد او ټولنې ته خدمت وکړي.
د غونډي نورو ویناوالو د فکري روزنې تر عنوان لاندې پر بېلابېلو موضوعاتو هراړخیزې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چي ځوانان باید د پردیو نظریاتو په وړاندي هوښیار پاتي شي او خپل د دين او کلتور ساتنه وکړي، دا ډول سیالۍ جوړول د زده کوونکو فکري جوړښت په برخه کې خورا مثبت اغیز لري، ځوانان باید د اسلامي نظام دښمنان وپیژني، دوی باید د دښمن لخوا د جوړ شویو باطلو افکارو (ډیموکراسۍ، نشنلېزم او سیکولریزم) په اړه مطالعې ولري.
د سیالۍ څو تنه ګډونوالو وویل: دا ډول ازمویني ډېرې ګټوري دي، ځکه زموږ علمي کچه لوړوي، دوی له اړوندو مسؤلینو څخه وغوښتل چې دې ته ورته نورې سیالۍ هم جوړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د دغې سیالۍ سل تنه مخکښ ګډونوال او د یادې سیالۍ تنظیموونکي په بېلابېلو مادي او معنوي ډالیو وستایل شول.
۱۴۴۷/۵/۱۵ هـ ق
